Friday, February 6, 2009

غـــــزل

ژوند را سره نشته قاتلان راپسې نه راځي
ستورو پسې نه ځمه آسمان راپسې نه راځي
سترګې رانه واړوه چې ټکي مې بې ژبې شي
هور راپسې مړ کړه چې امکان راپسې نه راځي
منځ کې مو انا د همالې هسې ولاړه ده
زه ورپسې نه ځمه جانان راپسې نه راځي
هسې نه وریځه مو د سترګو روزه ماته کړي
پورته ترینه ځمه چې باران راپسې نه راځي
بس دی "شاه سعوده" نور د هر څه نه لاس اخلمه
هاغه ځای ته ځمه چې خپل ځان راپسې نه راځي

No comments:

Post a Comment