Friday, February 27, 2009

ښاغلی ګل منشا ودیر شعر


که غواړي څوک يې غواړي د جذبو لپاره يې غواړي
زمــا ســر پري خيرات کړي که پښتو لپاره يې غواړي
احـــســـاس مـــي دجـــنـــون پـــه کــلي تير شولويارانو
شـــړيــــد لــــي ګـــريــــوانــونـه ليونو لپاره يې غواړي
لـــه دغــــه خـــم يـــې غــــواړي دجــانان تڼاکي شونډي
دځـــان دمــســتـيــدونــــه چــي تـوبو لپاره يې غواړي
دا ستـــرګـــي دحـــالاتـــو څـــه کــاږه واږه راګـــــوري
يــوکلک ګذار په سوک دسميدو لپاره يې غواړي
يـــو څـــه ټک خوشوي ودير لاس تر زني ناست دي
يـــو څــــو دغــــزل تـوري خوزيدو لپاره يې غواړي

For beatifull Persons







For(F.T) I love you


Friday, February 6, 2009

ا نکا ر

وې مې خوب کې دې په څه وکړو ا نکا ر
وې په ويښه به هم ونکړم ا قرا ر
وې مې ولې دې په زړه کې رحم نشته
وې په زړه کې رحم نلري کفا ر
وې مې څله دې بللي دي رټلي
وې د حسن سره ښا يي داسي کا ر
وې مې څله سو زوې د با غ ګلو نه
وې بورا کړی ګلونو ته ازا ر
وې مې څله بلوې په زړه ا ورونه
وې دوزخ کې سوزومه ګنهګا ر
وې مې وښيه وفا چې وفادارشم
وې پتنګ نه وايه درس ماښام سهار
وې مې څله دې باران د رحمت بند کړ
وې تمام مې شولو سترګو کې خمار
وې مې څله پټوې سپوږمۍ په وريځو
وې چې ورکه د رقيب نه کړمه لا ر
وې مې ولې دې بندي کړم را ته وا يه
وې زمري تړلي ښه وي په با زا ر
وې مې څله دې با ور کې وچيچلم
وی( حبیبی) ته شو م لستوڼي کې پټ ما ر

غزل

که تور ماښام دزلفو ول پيــــدا کــړم
زه به مې يار دلارې مل پــــيـــدا کړم
په لويه لار خاورې شيندمــــــــه ځمه
که مې د يار د پښو پل پــــيـــدا کړم
دا د وطن په پيغلو څـــــــه شــــــــوي دې
کمسې ئې شته که ئې اوربل پيدا کړم
دنـــــورو غــــــــم کې زړه زري زري شو
اوس ئې لټــــــومـــه که ئې دل پيدا کړم
زه به دردمند زړه ورتـه مخ کې کيږدم
که ستم ګر اشنا يــــــــــــو ځل پيدا کړم
په لپو ژاړې خپــــــــل قلم ته پامير
د زړګې حال که ئې غــــــــــزل پيدا کړم

غـــــزل

ژوند را سره نشته قاتلان راپسې نه راځي
ستورو پسې نه ځمه آسمان راپسې نه راځي
سترګې رانه واړوه چې ټکي مې بې ژبې شي
هور راپسې مړ کړه چې امکان راپسې نه راځي
منځ کې مو انا د همالې هسې ولاړه ده
زه ورپسې نه ځمه جانان راپسې نه راځي
هسې نه وریځه مو د سترګو روزه ماته کړي
پورته ترینه ځمه چې باران راپسې نه راځي
بس دی "شاه سعوده" نور د هر څه نه لاس اخلمه
هاغه ځای ته ځمه چې خپل ځان راپسې نه راځي

ازلي ګناهکار

چى يى ژوند راته سور اور کړ دامى يار ؤ
ما پرى پکر کړدګلو، خو دا خار ؤ
ما يى هسى په ويښتانو لوبى کړلى
څه خبرترينه چى د ا پړى د دار ؤ
چى يى زړه راته ټپي ،ټوټى ،ټوټى کړ
دا نظرؤ، که خو دا د تورى وار ؤ
هسى غم مى کړپلمه د يار د هجر
خوار نصيب مى له ازله ګناهکار ؤ
چى يى ساه له تنه نه وته له غمه
منتظر) د تا راتلو ته انتظار ؤ

په نړۍ کې تر ټولو چاغه نجلۍ


15 کلنه جورجيا ډېوېس ايله 210 کيلوګرامه وزن لري .
په ټولو نړۍ کې جورجيا ډېوېس په تنکيو نجونو کې د ډېر وزن څښتنه ده .
جورجيا به په کوچنيتوب کې تر خپلې اندازې ډېر خواړه خوړل، بيخي ډېر، ښايي همدا يې د وزن د ډېرېدا لامل شوی وي .
په پنځه کلنۍ کې يې پلار ومړ.
نوموړې اوس له دوه ګامونو وروسته يو ځل خپله ساه ارامه اخلي او بيا درېيم ګام ته ملاتړي .
دا په عادي چپرکټ هم نه شي ويدېدای، ځکه چې يوې او بلې خوا ته د خوځېدا نه ده .
په دې وروستيو کې خو د ښوونځي له خوړنځي نه هم منع کړای شوه، ځکه چې دې تر خپلې اندازې ډېر خواړه خوړل .
جورجيا ډېوېس وايي : ((زما خواړه هم د هيرويينو په څېر دي، خلک چې هيرويين وخوري مري، خو زه چې خواړه وخورم مرم . ډاکټران راته وايي چې هره شېبه بايد د مرګ په انتظار وم.))
آن ځينو خو لا دا سلامشوره ورکړې وه، چې په امريکا کې د نړۍ ترټولو چاغو کسانو کمپ ته ورشي او خپل وزن کم کړي .
نوموړې هره ورځ دوې وچې ډوډۍ، کېک، اووه سنډوېچونه، د سوډا يو بوتل، او داسې نور خواړه خوري .
د نوموړې په بدن کې د خوړو اندازه 1400 کلوري ده، په داسې حال کې چې د 15 انسان په بدن کې بايد تر 200 ډېر نه وي

غزل : زلمی حبیبزی



د ستا له کلي تېریدلی نشم

دغه ګناه پرځان منلی نشم
لارې کوڅې له رقیبانو ډکې

جانانه غېږ کې دې نېولی نشم

پداسې کلي او کوڅو کې اوسم

په زوره زوره هم ژړلی نشم

لکه د روح به له بدنه ووځم

خو له رواجه مې وتلی نشم

ستا د ښایست په ګلدرو کې ګرځي

ځلمی زړګی مې رانېولی نشم

د لقمان صاحب د شعر په جواب کی

د اشنا نه بیلیدل زمونږ نصیب دے
په ارمان ارمان کتل زمونږ نصیب دے
دے وړمبی سیلاب د اوښکو ته زړۀ ټینګ کړه
دا سیلاب بیا بیا لیدل زمونږ نصیب دے
د نیمګړی تګ راتګ عادت به واخلے
دا نیمګړے تلل راتلل زمونږ نصیب دے
فریاد بس کړه ، ملا دے وتړه ، تکړه شه
خپل نصیب اوس جوړول زمونږ نصیب دے

شعر

د اشنا نه په راتلو کې ژړا راغله
په ارمان ارمان کتو کې ژړا راغله
په سپین مخ ئې بیا د اوښکو سیلاب راغلے
د دې اوښکو په کتو کې ژړا راغله
چې رخصت شومه د یار نه اے یارانو
څو قدمه په تلو تلو کې ژړا راغله
ده وئیل چې زه دې پریخودم "لقمانه"
په یوازے اوسیدو کې ژړا راغله

خبر نه یم چې شعرونه د لقمان خپل دې او که د بل چا ؟

ګلاب منګل د پخواني زبرځواک اوسنی خدمتګار

ګلاب منګل د پخواني زبرځواک اوسنی خدمتګار
د شګیوال لیکنه
د هلمند والي ګلاب منګل چې د حامد کرزي په حکومت کې یې په لنډو کلونو کې په بیلا بیلو ولایتونو کې د والي په توګه دنده تر سره کړي په دې ورستیو کې د داسي یو ولایت د والي په توګه ګمارل شوی چې ورته د والي ټاکل د ولسمشر حامد کرزي له صلاحیته څخه هم پورته خبره ده.هلمند ولایت در یادوم.ښاغلی منګل چې د هلمند ولایت له جغرافیايي جوړښټ، قومي تشکیلاتو او ژبني انډول سره یې پخوانۍ اشنایي نه لرله، یوازي اوس د انټرنت په مټ د زړو معلوماتو او ډیټا ګانو په مرسته د هلمند په اړه څه نا څه پوه شوی د ناڅرګندو دلایلو او د هغه په وجود کې د نه لیدونکو وړتیاوو پر اساس د لومړي ځل لپاره د ولسمشر حامد کرزي له لوري د هلمند د والي په توګه ټاکل شوی دی.هلمند چې نن صبا د نړۍ په کچه د دوو سترو زبر ځواکو امریکې او انګلستان د ډغرو په تاوده مرکز بدل شوی پکې ښاغلی منګل هم د هري ورځي په تیریدو په یوه ډغرباز واکمن بدلیږي.د ښاغلي منګل د ماموریت په موده کې چې ډیر وخت یې نه دی تیر شوی نه دا چې د هلمند په حالت کې بدلون را څرګند نه شو، بلکه داسي خبرونه هم خپاره شوي وو چې انګریزان غواړي په هلمند کې ځیني حکومتي ادارې طالبانو ته حواله کړي. دا چې انګریزانو به د طالبانو له کومو قوماندانانو سره په کومه کچه او د څه په بدل کې دغه معامله کوله پرې ښاغلی منګل چې په هلمند کې د حامد کرزي استازی بلل کیږي هم زمونږ په څير خبر نه دی.ګلاب منګل نه دا چې دا خبر یې و نه منل ځیني خبریالان یې تهدید هم کړل.سرچینې وایې چې ګلاب منګل د دغه خبر له اوریدو وروسته سخت ټکان وخوړ او ځیني رسنۍ یې د دغې معاملې په اړه د نا سمو اطلاعاو په خپرولو تورني کړي.هغه رسنیو ته وویل چې دا د ده د بدنامۍ په اړه د دښمن جوړه شوي دسیسه ده خو دا یې و نه ویل چې کوم دښمن هغه پخوانی او که اوسنی؟..په هر صورت.ګلاب منګل په اصل کې د هلمند ولایت سره کوم پخواني تعلقات نه لري بلکه د لغمان یو معمولی سړی دی چې د نا څرګندو دلایلو له امله د نورو یو شمیر ولایانو په توګه هلمند ته ور په ګوته شوی دی خو جالبه خبره خو نن صبا دا ده چې حتی ولسمشر کرزی هم اوس دغه صلاحیت نه لري چې منګل له دندې هیسته او یا هغه ته خاص دولتی دستورونه ورکړي.دا ولي؟انګیرنه داسي ده چې هلمند اوس د بریټانوي ځواکونو په یوه عمده مرکز بدل شوی او انګریزان هلته د خپلو پلرونو تاریخي ماتې ته په کتو سره اوس غواړي په بي ساري توګه انتقام جویانه اعمال د همدې ښاغلي منګل تر قیادت لاندي خو په خپله مشوره او مشرۍ تر سره کړي.په دغو کړنو کې د پښتنو سیمو د ښونځيو تباه کول، د کوکنارو قاچاق او د غیر مسولو وسله والو ګروپونو سمبالښت او د هغوي په مرسته د قومي مشرانو او ملایانو ترورول هم شامل دي.آیا ښاغلی منګل په هلمند کې د دې کړنو نندارچي دی؟نه، بلکه ښاغلی منګل د یو پښتون او د ولسمشر د خاص استازي په توګه د قانون له مخې دا دنده لري چې هر څه له نژدې وڅاري او د ولایت په چارو کې د بهرنیو سرتیرو کرغیړني کړني ډب کړي.ښاغلی منګل که چیرته له انګریزانو سره د یوه سازش له مخې د هغوي دولت ضد او افغان ځپونکي اعمال زغمي نو باید ژر تر ژره دغه دنده پریږدي او زه د یوه افغان په توګه ډاډ ورکوم چې د ژوند تر پایه پوري یې د ټول کور مصارف ورکوم او هغه له دې ستر مسولیت څخه ژغورم.که چیرته په هلمند کې د ښاغلي منګل ماموریت ته وکتل شي دې ورور د چرګانو د یوه فارم له جوړولو پرته چې هغه هم د انګریزانو نه بلکه د کوم بل اروپايي هیواد په مټ جوړ شوی له پرانیستلو پرته هیڅ نه دي کړي.ښاغلی منګل چې د خپل ماموریت زیاته رسمي موده په کابل کې په رخصتیو تیروي یوه ورځ به د خپلو دغو ټګیو او په دنده کې د غفلت پور پرې کړي.هلمندیان چې د بل هر وخت په پرته اوس په دربدرۍ کې ژوند کوي او د لومړي ځل لپاره یې په سلګونو کورنۍ د فقر او جګړو له کبله کابل ته را کډه شوي یوه ورځ به خامخا له منګل څخه غواړي چې د دوي د ژوند پر سر یې ولي لوبي وکړي..دغه بي وسه او ځپل شوي پښتانه به څرنګه ګلاب منګل وبښي؟آیا ښاغلی منګل به ځواب ورکړای شي؟
د نازینی مور چې په کابل کې د خپلې لور لیلام ته اړ ایستل شوي او هغه مور چې د نیستۍ له امله یې د دریو کلونو لور د سختي ناروغۍ له کبله کړیږي او دارو درملو پیسې یې نه شته د ښاغلي منګل د ماموریت پر مهال له هلمند څخه دغو دربدریو ته اړ ایستل شوي دي.
همدا ګلاب منګل والي وو چې هغوي خپل کورونه، باغونه، کروندې او جایدادونو په تپه تیاره کې پریښودل او یوازي د تن په جامو کې د مرګ او چور تالا له ویرې له کورنو را ووتل.
دغه کورنۍ نه د طالبانو چې ورته ترهګر ویل کیږي او نه هم د کمونیستانو چې ورته د شوروي ګوداګیان ویل کیږي د واکمنۍ پرمهال له هلمند څخه کابل ته را کډه شوي دي.
ښاغلی منګل او د هغه مطبوعاتي ملګري په داسي حال کې چې دغه کډوال حتی د هلمند نه بولي د خپلي دغې نام بدۍ د پټولو لپاره هر هغه کس ته سپکې سپوري کوي چې غواړي د دغو هلمندیانو د حال او راتلونکي په اړه له هغوي څخه پوښتنه وکړي.
جالبه خو دا ده چې څو ورځي دمخه خبر شوم چې د همدغو دربدرو هلمندیانو د حکومتي واکدار ګلاب منګل د زوی واده په انټر کانټیننتال هوټل کې تر سره شو.
دغه انصاف ته وګوري....منګله ریښتیا چې ښه پښتون یې !تا خو ویل چې هلمند به جوړوم!د هلمندیانو اقتصادي ودي ته به کار کوم!امنیت به راولم!اداري نظام به جوړوم!
خو نه................منګل صایب مونږ نه پوهیده چې ته سوداګر یېنن دا خبره نه ردوم چې د هلمند ولایت مقام ته په پیسو راغلی یينوش جان ده شه خوره ، خوره، په خرپ یې خوره ....
ښاغلي منګل تا ته دغه په لسګونو زره ډالره چې په یوه شپه کې په کانتیننټال هوټل کې د څو دپړه مارانو او حکومتي مامورینو خوراک ته ځانګړي کړي ول، آیا له پلار څخه پاتي وو او که یې د همدې حکومت په دننه کې له بیلا بیلو لارو د همدې هلمندیانو په سر پیدا کړي دي؟
په پای کې ښاغلي منګل ته دومره وایم او بس:
خون ناحق دست از دامان قاتل بر نه داشت دیده باشي لکه های دامن قصاب را
دوی ته دا عار ښکاری چې کینی مخامخ یو بل ته
دوی ته اوس سخته ده چې ووینځي له وینې تورې
دي خو بیشکه ددې ښار د فرښتو قاتلان
خو چې دې خلکو چېرې پټې کړې رنګینې تورې
یو وخت به وی چې رود به وچ شی غر به شور نه لري
دوی که شینکۍ څېړۍ وهي او اشیانې ورانوي

سیند او ساحل

له اوبو وکړه پوښتنه د سیند غاړې
دا طاقت دې کړ له کومه چې پرې وياړې؟
نيوی نه شې مخه ستا د وړاندې تلو څوک
په دنيا نشته دی ستا د ټينګيدو څوک
ته د لوړو غرو له څوکو چې کوزيږې
څه نرۍ د اوبو ليکه يې بهيږې
ته چې څومره ښکته ځې هومره ډيريږې
بيا په لوړه او ژوره نه بنديږې
يونې يونې په شڼا په غورځنګونو
فيض دې رسي بيا تر ډير ليرې ملکونو
ژوي هر ځای کوي تا باندې ژوندون هم
که ته نه يې نه به وي سره سپين زرغون هم
ونې، غنې، واښه بوټي ددنيا ټول
کاندي ستا له فياضۍ د خدای ثنا ټول
غرض داچې نشته تاغوندې طاقت بل
نلري لکه داستا هسې نعمت بل
اوبو ووې په ځواب کې ای ساحله
نشته ماغوندې ضعيفه قطره بله
زه د لوړو غرو له څوکو چې کوزيږم
يقيني چې نرۍ ليکه یم بهيږم
خو په ما يوه لورنه قدرتي ده
چې فطرت کې مې پرته نوع دوستي ده
له هر ناوه داسې ليکې راکوزيږي
چې زما د مينې غيږې ته را لويږي
که هر څومره وي خټولې او بد رنګې
کړم په ورين تندي يې ځان سره ملګرې
يو مو رنګ او يو مو خوې په هغه شان شي
بيلوی مو بيا څوک کله په جهان شي
نه شرميږم په خپل نوع باندې هر ګوره
نه وايم هيڅ يو ته ، مه راځه مخ توره
چې په پاې کې رانه جوړ داسې درياب شي
هم طاقت راکې پيدا، دا بې حساب شي
که قدرت دی که طاقت دی په ګډون دی
انحطاط د هر يو ژوي په بيلتون دی
ای « پرهيزه» چې په خپلو څوک شرميږي
خو آخر به د نيستۍ کندې کې لويږي

غزل حبیب الله حبیبی



څه ګلونه، څه رنګونه څۀ نغمې کړم

ستا د ښار خبرې ستا په شان خوږې کړم

د تيارو د غرور سترګې به رڼې کړم

پرهرونه به په لارو کې ډيوې کړم

څوک چې ما او تا يوځاى ليدلى نه شي

ورپسې به هغه ستا د خولې ښېرې کړم

د جانان د خوبولو سترګو ياده

ته راځې که د زخمونو ډيوې مړې کړم

زه د هر محفله ستړى کورته راشم

زه په هر اتڼ کې ځان ذرې، ذرې کړم

هغه سترګې دې يوڅو ورځې زما شي

چې د مينې په خوبونو يې مړې کړم

د سپرلي له خوابه دومره نصيب غواړم

چې د ګل شونډې پخپلو وينو سرې کړم