Friday, February 6, 2009

سیند او ساحل

له اوبو وکړه پوښتنه د سیند غاړې
دا طاقت دې کړ له کومه چې پرې وياړې؟
نيوی نه شې مخه ستا د وړاندې تلو څوک
په دنيا نشته دی ستا د ټينګيدو څوک
ته د لوړو غرو له څوکو چې کوزيږې
څه نرۍ د اوبو ليکه يې بهيږې
ته چې څومره ښکته ځې هومره ډيريږې
بيا په لوړه او ژوره نه بنديږې
يونې يونې په شڼا په غورځنګونو
فيض دې رسي بيا تر ډير ليرې ملکونو
ژوي هر ځای کوي تا باندې ژوندون هم
که ته نه يې نه به وي سره سپين زرغون هم
ونې، غنې، واښه بوټي ددنيا ټول
کاندي ستا له فياضۍ د خدای ثنا ټول
غرض داچې نشته تاغوندې طاقت بل
نلري لکه داستا هسې نعمت بل
اوبو ووې په ځواب کې ای ساحله
نشته ماغوندې ضعيفه قطره بله
زه د لوړو غرو له څوکو چې کوزيږم
يقيني چې نرۍ ليکه یم بهيږم
خو په ما يوه لورنه قدرتي ده
چې فطرت کې مې پرته نوع دوستي ده
له هر ناوه داسې ليکې راکوزيږي
چې زما د مينې غيږې ته را لويږي
که هر څومره وي خټولې او بد رنګې
کړم په ورين تندي يې ځان سره ملګرې
يو مو رنګ او يو مو خوې په هغه شان شي
بيلوی مو بيا څوک کله په جهان شي
نه شرميږم په خپل نوع باندې هر ګوره
نه وايم هيڅ يو ته ، مه راځه مخ توره
چې په پاې کې رانه جوړ داسې درياب شي
هم طاقت راکې پيدا، دا بې حساب شي
که قدرت دی که طاقت دی په ګډون دی
انحطاط د هر يو ژوي په بيلتون دی
ای « پرهيزه» چې په خپلو څوک شرميږي
خو آخر به د نيستۍ کندې کې لويږي

No comments:

Post a Comment