Friday, February 6, 2009

ګلاب منګل د پخواني زبرځواک اوسنی خدمتګار

ګلاب منګل د پخواني زبرځواک اوسنی خدمتګار
د شګیوال لیکنه
د هلمند والي ګلاب منګل چې د حامد کرزي په حکومت کې یې په لنډو کلونو کې په بیلا بیلو ولایتونو کې د والي په توګه دنده تر سره کړي په دې ورستیو کې د داسي یو ولایت د والي په توګه ګمارل شوی چې ورته د والي ټاکل د ولسمشر حامد کرزي له صلاحیته څخه هم پورته خبره ده.هلمند ولایت در یادوم.ښاغلی منګل چې د هلمند ولایت له جغرافیايي جوړښټ، قومي تشکیلاتو او ژبني انډول سره یې پخوانۍ اشنایي نه لرله، یوازي اوس د انټرنت په مټ د زړو معلوماتو او ډیټا ګانو په مرسته د هلمند په اړه څه نا څه پوه شوی د ناڅرګندو دلایلو او د هغه په وجود کې د نه لیدونکو وړتیاوو پر اساس د لومړي ځل لپاره د ولسمشر حامد کرزي له لوري د هلمند د والي په توګه ټاکل شوی دی.هلمند چې نن صبا د نړۍ په کچه د دوو سترو زبر ځواکو امریکې او انګلستان د ډغرو په تاوده مرکز بدل شوی پکې ښاغلی منګل هم د هري ورځي په تیریدو په یوه ډغرباز واکمن بدلیږي.د ښاغلي منګل د ماموریت په موده کې چې ډیر وخت یې نه دی تیر شوی نه دا چې د هلمند په حالت کې بدلون را څرګند نه شو، بلکه داسي خبرونه هم خپاره شوي وو چې انګریزان غواړي په هلمند کې ځیني حکومتي ادارې طالبانو ته حواله کړي. دا چې انګریزانو به د طالبانو له کومو قوماندانانو سره په کومه کچه او د څه په بدل کې دغه معامله کوله پرې ښاغلی منګل چې په هلمند کې د حامد کرزي استازی بلل کیږي هم زمونږ په څير خبر نه دی.ګلاب منګل نه دا چې دا خبر یې و نه منل ځیني خبریالان یې تهدید هم کړل.سرچینې وایې چې ګلاب منګل د دغه خبر له اوریدو وروسته سخت ټکان وخوړ او ځیني رسنۍ یې د دغې معاملې په اړه د نا سمو اطلاعاو په خپرولو تورني کړي.هغه رسنیو ته وویل چې دا د ده د بدنامۍ په اړه د دښمن جوړه شوي دسیسه ده خو دا یې و نه ویل چې کوم دښمن هغه پخوانی او که اوسنی؟..په هر صورت.ګلاب منګل په اصل کې د هلمند ولایت سره کوم پخواني تعلقات نه لري بلکه د لغمان یو معمولی سړی دی چې د نا څرګندو دلایلو له امله د نورو یو شمیر ولایانو په توګه هلمند ته ور په ګوته شوی دی خو جالبه خبره خو نن صبا دا ده چې حتی ولسمشر کرزی هم اوس دغه صلاحیت نه لري چې منګل له دندې هیسته او یا هغه ته خاص دولتی دستورونه ورکړي.دا ولي؟انګیرنه داسي ده چې هلمند اوس د بریټانوي ځواکونو په یوه عمده مرکز بدل شوی او انګریزان هلته د خپلو پلرونو تاریخي ماتې ته په کتو سره اوس غواړي په بي ساري توګه انتقام جویانه اعمال د همدې ښاغلي منګل تر قیادت لاندي خو په خپله مشوره او مشرۍ تر سره کړي.په دغو کړنو کې د پښتنو سیمو د ښونځيو تباه کول، د کوکنارو قاچاق او د غیر مسولو وسله والو ګروپونو سمبالښت او د هغوي په مرسته د قومي مشرانو او ملایانو ترورول هم شامل دي.آیا ښاغلی منګل په هلمند کې د دې کړنو نندارچي دی؟نه، بلکه ښاغلی منګل د یو پښتون او د ولسمشر د خاص استازي په توګه د قانون له مخې دا دنده لري چې هر څه له نژدې وڅاري او د ولایت په چارو کې د بهرنیو سرتیرو کرغیړني کړني ډب کړي.ښاغلی منګل که چیرته له انګریزانو سره د یوه سازش له مخې د هغوي دولت ضد او افغان ځپونکي اعمال زغمي نو باید ژر تر ژره دغه دنده پریږدي او زه د یوه افغان په توګه ډاډ ورکوم چې د ژوند تر پایه پوري یې د ټول کور مصارف ورکوم او هغه له دې ستر مسولیت څخه ژغورم.که چیرته په هلمند کې د ښاغلي منګل ماموریت ته وکتل شي دې ورور د چرګانو د یوه فارم له جوړولو پرته چې هغه هم د انګریزانو نه بلکه د کوم بل اروپايي هیواد په مټ جوړ شوی له پرانیستلو پرته هیڅ نه دي کړي.ښاغلی منګل چې د خپل ماموریت زیاته رسمي موده په کابل کې په رخصتیو تیروي یوه ورځ به د خپلو دغو ټګیو او په دنده کې د غفلت پور پرې کړي.هلمندیان چې د بل هر وخت په پرته اوس په دربدرۍ کې ژوند کوي او د لومړي ځل لپاره یې په سلګونو کورنۍ د فقر او جګړو له کبله کابل ته را کډه شوي یوه ورځ به خامخا له منګل څخه غواړي چې د دوي د ژوند پر سر یې ولي لوبي وکړي..دغه بي وسه او ځپل شوي پښتانه به څرنګه ګلاب منګل وبښي؟آیا ښاغلی منګل به ځواب ورکړای شي؟
د نازینی مور چې په کابل کې د خپلې لور لیلام ته اړ ایستل شوي او هغه مور چې د نیستۍ له امله یې د دریو کلونو لور د سختي ناروغۍ له کبله کړیږي او دارو درملو پیسې یې نه شته د ښاغلي منګل د ماموریت پر مهال له هلمند څخه دغو دربدریو ته اړ ایستل شوي دي.
همدا ګلاب منګل والي وو چې هغوي خپل کورونه، باغونه، کروندې او جایدادونو په تپه تیاره کې پریښودل او یوازي د تن په جامو کې د مرګ او چور تالا له ویرې له کورنو را ووتل.
دغه کورنۍ نه د طالبانو چې ورته ترهګر ویل کیږي او نه هم د کمونیستانو چې ورته د شوروي ګوداګیان ویل کیږي د واکمنۍ پرمهال له هلمند څخه کابل ته را کډه شوي دي.
ښاغلی منګل او د هغه مطبوعاتي ملګري په داسي حال کې چې دغه کډوال حتی د هلمند نه بولي د خپلي دغې نام بدۍ د پټولو لپاره هر هغه کس ته سپکې سپوري کوي چې غواړي د دغو هلمندیانو د حال او راتلونکي په اړه له هغوي څخه پوښتنه وکړي.
جالبه خو دا ده چې څو ورځي دمخه خبر شوم چې د همدغو دربدرو هلمندیانو د حکومتي واکدار ګلاب منګل د زوی واده په انټر کانټیننتال هوټل کې تر سره شو.
دغه انصاف ته وګوري....منګله ریښتیا چې ښه پښتون یې !تا خو ویل چې هلمند به جوړوم!د هلمندیانو اقتصادي ودي ته به کار کوم!امنیت به راولم!اداري نظام به جوړوم!
خو نه................منګل صایب مونږ نه پوهیده چې ته سوداګر یېنن دا خبره نه ردوم چې د هلمند ولایت مقام ته په پیسو راغلی یينوش جان ده شه خوره ، خوره، په خرپ یې خوره ....
ښاغلي منګل تا ته دغه په لسګونو زره ډالره چې په یوه شپه کې په کانتیننټال هوټل کې د څو دپړه مارانو او حکومتي مامورینو خوراک ته ځانګړي کړي ول، آیا له پلار څخه پاتي وو او که یې د همدې حکومت په دننه کې له بیلا بیلو لارو د همدې هلمندیانو په سر پیدا کړي دي؟
په پای کې ښاغلي منګل ته دومره وایم او بس:
خون ناحق دست از دامان قاتل بر نه داشت دیده باشي لکه های دامن قصاب را
دوی ته دا عار ښکاری چې کینی مخامخ یو بل ته
دوی ته اوس سخته ده چې ووینځي له وینې تورې
دي خو بیشکه ددې ښار د فرښتو قاتلان
خو چې دې خلکو چېرې پټې کړې رنګینې تورې
یو وخت به وی چې رود به وچ شی غر به شور نه لري
دوی که شینکۍ څېړۍ وهي او اشیانې ورانوي

No comments:

Post a Comment